اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۶ زره ټنه انتقالات شوي دي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت ټولګټو وزارت وايي چې د ۱۴۰۴لمریز کال د وري میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۰۶ زره ۷۶۵ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۷ زره ۱۶۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۹ زره ۵۵۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹ زره ۷۸۶ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره ۲۵۴ ټنه چې ټولټال ۹۹۴ زره ۲۷۶ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۲۹ زره ۷۷۱ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي؛ صادر او ټرانزیټ شوي دي.

ټولګټو وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۳مالي کال د کب په میاشت کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۸ زره ۸۵ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې ۱۹ زره ۸۸۰ ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button