تی تی پی: په افغانستان کې د جماعت الاحرار د کراچۍ امیر وژل شوی دی
دید خبري آژانس: سرچینې تایید کړې، چې د کراچۍ لپاره د جماعت الاحرار ډلې مشر په افغانستان کې وژل شوی دی.
د تحریک طا-لبان پاکستان سرچینو تایید کړې چې د کراچۍ لپاره د جماعت الاحرار امیر محمد داودزی پرون په افغانستان کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
سرچينې زياته کړې، چې دغه قوماندان د پکتيکا ولايت په ښرنې ښار کې په ډزو وژل شوى دى.
د دغه راپور پر بنسټ هغه څه موده وړاندې د جماعت الاحرار د پخواني مشر له خوا د کراچۍ د امير په توګه ټاکل شوی و.
دغه قوماندان په پاکستان کې په ګڼو بريدونو، ورانکارو او هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور پاکستاني چارواکو ته مطلوب و.
د میا جعفر او قاري قدیم په نومونو دوه وروڼه هم د اشرف غني د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي وو.
دې سرچینې زیاته کړې، پکتیکا ولایت د تحریک طا-لبان پاکستان یو له اډو څخه دی او کونړ او نورستان ولایتونه د جماعت الاحرار قوي مرکزونه ګڼل کېږي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې پاکستاني رسنۍ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د جګپوړو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکوي.