تیر کال څه باندې ۶۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی
دید خبرې آژانس: د ماينونو د خطر د پوهاوي او د ماين پاکۍ چارو څخه د ملاتړ نړيواله ورځ په پلازمېنه کابل کې له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې له لوري د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د یادې ادارې د ماين پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئيس نورالدين رستم خېل په یاده غونډه کې وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې ۷۵۰ پرسونل ضد ماينونه، ۴۲۳ وسايطو ضد ماينونه، ۸۲۹ په لاس جوړ شوي ماينونه او ۶۶ زره ۷۸۹ ناچاوده توکي پيدا او له منځه وړل شوي دي.
رستم خېل زیاته کړه، چې په یاده موده کې همدارنګه د ماينونو او ناچاوده توکو له کبله ۳۲۶ پېښې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ۶۱۳ تنه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا تېرو ۳۵ کلونو کې د ماین پاکۍ ملي مالوماتي بانک کې د ثبت شويو ۵زره ۱۴۳ کيلو متره مربع ککړو سيمو څخه ۳ زره ۹۹۳ کيلو متره مربع ساحه پاکه شوې، خو له بده مرغه اوس هم په هېواد کې په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې۱۱۵۰ کيلومتره مربع سيمې شته، چې د پاکولو لپاره مالي ملاتړ ته اړتيا لري.
په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې عمومي رئیس ملا نورالدین ترابي وویل چې ماینونه او ناچاوده توکي په هېواد کې یو جدي خطر دی او باید د پاکولو لپاره یې پراخې هڅې او همکارۍ وشي.
هغه څرګنده کړه، چې افغانستان په یو وخت له څو ستونزو سره مخ دی او په دا ډول شرایطو کې باید یوازې پرې نه ښودل شي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مسلکي مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثی وویل چې د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیان، د رواني چوپړتیاوو د کمښت له امله، له رواني ستونزو سره مخ دي، چې د همدې موخې لپاره ورته د رواندرملنې ځانګړي پروګرامونه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې مسوول نیکولاس سټیفن پانډ وویل چې اوس د ماین پاکۍ د پروګرامونو د عملي کولو لپاره تر هر بل وخت ښه امنیتي شرایط برابر شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام اوسمهال د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ۱۰۴ ولسوالیو په کچه ۲۱ پروژې د ۱۷۶ د ماین پاکۍ ټیمونه لري، چې په بېلا بېلو برخو کې فعالیت کوي او په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۱۰۳ کیلومتره مربع ککړې سیمې هم له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې کړې دي.