اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

تړودو د له ټاکنو د بایډن د وتلو د پرېکړې هرکلی وکړ

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د امریکا د ٢٠٢٤ کال د ټاکنو له کمپاینونو د وتلو په اړه د جو بایډن د پرېکړې هرکلی وکړ.

هغه پر اېکس لیکلي، چې هغه د اوسني ولسمشر او لومړۍ میرمن څخه «مننه» کوي.

ښاغلي ټروډو ليکلي«زه ولسمشر بایډن د کلونو راهیسې پیژنم، هغه یو ستر سړی دی او هر څه چې کوي د خپل هیواد سره د مینې پر بنسټ دي. د ولسمشر په توګه، هغه د کاناډایانو شريک او ریښتینی ملګری دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې جو بایډن پرون ( یکشنبه، چنګاښ  ٣١مه)  د ۲۰۲۴ کال له ټاکنیز کمپاینونو څخه د وتلو اعلان وکړ.

هغه د امریکا خلکو ته لیکلي « د ولسمشر په توګه ستاسو خدمت کول زما د ژوند ترټولو لوی ویاړ دی. په داسې حال کې چې ما د بیا ټاکل کېدو اراده درلوده، خو زه باور لرم چې زما د ګوند او هېواد په ګټه ده چې له ټاکنو څنډې ته شم او یوازې د خپلې پاتې مودې لپاره د ولسمشر په توګه د خپلو دندو په ترسره کولو تمرکز وکړم.»

ښاغلي بایډن زياته کړې چې هغه به د دې اونۍ په وروستیو کې د دغې پریکړې په اړه په ډیر تفصیل سره له خلکو سره خبرې وکړي.

ولسمشر همداراز ويلي چې متحده ایالات هیڅکله د نن ورځې په پرتله د رهبري کولو لپاره په «ښه موقعيت» کې نه وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا