Uncategorized

تهران کې د سیمه‌ییز تماس ډلې غونډه ترسره شوه

د افغانستان په هکله د سیمه‌ییز تماس ډلې دویمه غونډه پړون (شنبې) د ایران، روسیې، پاکستان او چین د ځانګړو استازو په حضور سره جوړه شوه.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی په افغانستان کې کړکېچ پراخ ګڼي او وایي چې له دغه کړکېچه د وتلو لپاره باید سرپرست حکومت په سیاسي اړخ کې د بېلابېلو قشرونو له صالحو کسانو یو حکومت جوړ کړي.

حسن کاظمي قمي دغه‌راز زیاتوي چې سرپرست حکومت ته وړاندې شوې سپارښتنې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په معنا نه‌دي.

ښاغلي قمي په یوې خبري ناسته کې د دغې غونډې په تړاو ویلي:«په افغانستان کې د کړکېچ حجم او ننګونې درنې دي، دې ته اړتیا ده چې د سیمې د ښو او مساعدو همکاریو سربېره د دغه هېواد له ملي ظرفیتونو هم ګټه پورته کړي، دا چاره د لاسوهنې په معنا نه ده دا د وړاندیز او خیرښېګڼې سلا ده.»

هغه زیاتوي چې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه په دې غونډه کې د بحث یوه موضوع وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هغه پیغام کې چې د هغه د مرستیال لخوا ولوستل شو، ټینګار کړی چې ایران د افغانستان د سولې، ټيکاو او پرمختګ لپاره د رغنده نوښتونو ملاتړ کوي.

بل خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ویلې چې، سرپرست حکومت د سیمه‌ییز تماس ډلې غونډې ته بلل شوي و؛ خو ګډون یې په‌کې ونه کړ. ذاکر جلالي دغه‌راز زیاته کړې چې، د افغانستان په تړاو غونډو کې باید د نویو جوړښتونو د جوړولو پر ځای له معمولو جوړښتونو ګټه پورته شي.

ذاکر جلالي په دې هکله ویلي:«سره له دې چې، افغان حکومت ته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو ګډون یې ونه کړ. له دې سره هم‌مهاله، افغان حکومته تمه لري، په هغو غونډو کې چې، د افغانستان په تړاو جوړېږي باید د نویو میکانیزمونو د جوړولو پر ځای له معمولو او دود شويو مکانیزونو ګټه واخلي.

افغان حکومت د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو له اړوندو لورو سره پر خبرو بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي و چې، د روسیې فارمټ د سیمه‌ییز تماس ډلې درېیمه غونډه به د دوحې درېیمې غونډې ته پر چمتووالي متمرکزه وي.  

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا