ترکیې په یوه هوټل کې د اورلګېدو په قضیه کې ۹ تنه نیولي
دید خبرې آژانس: ترکیې د سکای ریزورټ په هوټل کې د اور لګېدو په قضیه کې چې ۷۶ کسان پکې مړه و، نهه کسان نیولي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا د چهارشنبې په سهار ویلي، د لوېدیځې ترکیې په سکای ریزورټ نومې هوټل کې د اورلګېدو له امله، چې ۷۶ کسان پکې مړه او لسګونه نور ژوبل دي، نهه کسان نیول شوي دي، چې د هوټل خاوند هم پکې شامل دی.
یرلیکایا زیاته کړه چې د ۴۵ قربانیانو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي او د پاتې جسدونو د پیژندنې لپاره د عدلي طب په انسټیټیوټ کې DNA معاینې روانې دي.
دغه هوټل، چې دا پېښه پکې رامنځته شو، نن (چهارشنبه) په خپره شوې اعلامیه کې پر دغې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د پلټنو په ټولو برخو کې به له چارواکو سره بشپړه همکاري کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ له چارواکو سره کار کوو ترڅو د دې پېښې ټول اړخونه روښانه شي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندو او په دې غم کې له ټولو سره ځان شریک بولو .»
د رویټرز د راپور لمخې، د هوټل مسوولین د امنیتي تدابیرو په اړه له نیوکو سره مخ دي، ځکه چې د ژوندي پاتې شویو کسانو په وینا، د پېښې پر مهال د اور خطر زنګونه نه وو چالان شوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې پېښې په تړاو نن (چهارشنبه) د ملي ویر ورځ اعلان کړه.یاد کمېسیون ویلي، چې تېرو درېیو کلونو کې د داعشي خوارجو فتنه په بشپړ ډول ځپل شوې او د دوی د بریدونو طراحان او پلي کوونکي او سلګونه غړي یې یا وژل شوي یا نیول شوي، چې په نیول شوو او وژل شوو کې ګڼ شمېر بهرنیان شامل دي.
امنیتي او تصفیوي کمېسیون زیاته کړې، چې افغانستان کې د دا/عشي خوارجو له بې ساري ځپل کېدو وروسته د دوی مشران او افراد ګاونډ ته وتښتېدل او د ځینو لوریو په هڅونه یې اوس بیرته د انسجام چارې پیل شوې او بلوچستان او خیبرپښتونخوا ځینې قبایلي سیمو کې ورته د روزنې کمپونه جوړ شوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه راپور کې همدارنګه په هېواد کې د جنايي جرمونو د بې ساري کمښت، له نشه يي توکو سره د اغېزمنې مبارزې، د اسلامي شریعیت د ښه تطبیق او د قاچاق د مخنیوي په موخه د هېواد په پولو او ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دوامداره څارنې او امنیتي پوستو د جوړولو په اړه هم تفصیلي مالومات ورکړل شوي دي.