اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ترابي؛ د طا-لبانو یو توندلاری چارواکی د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر، د دغې ډلې د سرې میاشتې مخکینی مرستیال نورالدین ترابي له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د مشر په توګه وټاکه.

نوموړی د طا-لبانو په مخکینۍ واکمنۍ کې خلکو ته په سختو سزاګانو ورکولو پېژندل کېده.

ترابي د طا-لبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او د امربالمعروف ادارې مشر و، نوموړي د اعدام او صحرايي محکمو په ځانګړې توګه د کابل په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې په ډزو سره د ښځو ویشتل په خپلو کارنامو کې لري.

نورالدین ترابي د طا-لبانو یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی او د طا-لبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر او د دغې ډلې د رییس الوزرا ملا حسن ته ډیر نږدې کس دی.

ویل کېږي چې نوموړی په ۱۹۵۸ کال کې په کندهار ولایت کې زېږېدلی دی.

ترابي په ۱۹۸۰ کال کې له شوروي ټلوالې سره د مجاهدینو په جګړه کې یوه پښه او یوه سترګه هم له لاسه ورکړي.

نور الدین ترابي په ۹۰مه لسیزه کې د طا-لبانو د رژیم په لومړۍ واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او د طا-لبانو د سختدریځې او بدنامې ادارې امربالمعروف مشر و.

د ځینو راپورونو له مخې هغه د بودا د تاریخي مجسمو په ویجاړولو کې هم لاس درلود.

ترابي په ۲۰۰۱ کال کې د طا-لبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته له یو شمېر نورو طا-لب مشرانو سره ونیول شو او لږ وروسته خوشې شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر هغه د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د بشریت ضد جرمونو له امله بندیز لګولی دی.

ځينې سرچينې وايي، چې ترابي د سرې میاشتې ادارې د مرستيال په توګه له معرفي کېدو ناخوښه و، خو د طا-لبانو د مشر د اطاعت له امله يې په دې اداره کې خپلې دندې ته دوام ورکړ.

هغه چې د طا-لبانو په رژیم کې یو له خورا بې رحمه کسانو څخه بلل کیږي، له اسوشیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي و؛ چې د طا-لبانو رژیم به د مرګ سزا او د لاسونو پرې کول بیا پیل کړي.

ترابي په داسې حال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته ورپيژندل کیږي، چې افغانستان د طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو سره سخت لاس او ګریوان دی.

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان مړه، زرګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

پرله پسې وچکالۍ او ناڅاپه طبیعي پیښو د پیښو د مدیریت رول روښانه کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا