تادین خان:د نجونو د زده کړو بندول اسلامي او انساني جنبه نه لري
دید خبرې آژانس: د کندهار پخواني امنیه قومندان تادین خان اڅکزي د طا-لبانو له خوا د نجونو پر طبي انسټیټوټونو د بندیزونو په غبرګون وویل: «د نجونو د زده کړو بندول اسلامي، انساني او افغاني جنبه نه لري.»
نوموړي د نړۍ له ټولو بشري ادارو غوښتي، چې د یوې ډلې ترڅنګ د درېدو پر ځای دې د یوه لوی ملت ترڅنګ ودرېږي.
تادین خان اڅکزي په افغانستان کې د نجونو پروړاندې د ټولو تعلیمي مرکزونو د دروازو په ژر پرانیستلو ټینګار کړی دی.
د کندهار پخوانی امنیه قومندان د نجونو د زده کړو په اړه د طا-لبانو پر پرېکړې نیوکه کوي او زیاتوي، چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه د افغان ملت په حق کې لویه جفا ده او د راتلونکو نسلونو د بربادۍ لپاره یو شعوري پلان دی.
د هغه په خبره: «۲۱مه پېړۍ ده، علم په فضا کې کهکشانونه تر مطالعې لاندې نیولي دي، د ځمکې سینه یې د څېړنې په پار څیرلې ده، د نړۍ ټول وګړي یې د یوه کلي او یوې ټولنې په څېر سره نږدې کړي دي، د نړۍ په کونج کې یې تر خلکو سهولتونه رسولي دي.»
د کندهار پخوانی امنیه قومندان تادین خان اڅکزی زیاتوي، که څه هم علم له څو لسیزو راهیسې ډېر پرمختګونه لري، خو په افغانستان کې بیا له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د هېواد په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
سره له دې چې د نوموړي دغه فرمان په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو د طا-لبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د «دودیز طب» پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له طا-لبانو سره د «دوديز طب» په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طا-لبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لومړۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو، بیا پر پوهنتونونو او اوس هم پر طبي انسټیټیوټونو بندیزونه لګولي دي.
سره له دې چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په وار – وار سره له دې ډلې غوښتي، چې د ښځو پروړاندې سخت دریځۍ بندې کړي، خو طالب چارواکي وایي چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت پربنسټ چارې پرمخ بیایي.