اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

تاجیکستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي پیغام استول چې تمرکز یې پر افغانستان دی

دید خبری اژانس: په افغانستان کښې د اسلامی ملګرتیا د سازمان استازی طارق علی بخیت د دغه سازمان د سرمنشی لیکلی پیغام د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ او د افغانستان په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

د اسلامي همکاريو سازمان پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په افغانستان کې د اسلامي همکاريو د سازمان استازي طارق علي بخیت د تاجیکستان د بهرنيو چارو له وزير سراج الدين مهر الدين سره وکتل.

بخیت د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزير ته د اسلامي همکاريو د سازمان د سرمنشي ليکلي پيغام له وړاندې کولو وروسته، دواړو لورو د اسلامي همکاريو د سازمان او د تاجیکستان جمهوريت د خلکو د ملاتړ په باب خبرې اترې او د وزیرانو د شورا د تصویب شویو پریکړو سره سم د نظريو تبادله وکړه.

دوی همدا راز د تاجیکستان او د اسلامي همکاریو سازمان د علاقې وړ موضوعاتو په ځانګړې توګه په بشري، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د نظرونو تبادله وکړه او د پایلو په ساتلو یې موافقه وکړه.

په دې کتنه کې د اسلامي همکاريو د سازمان له موخو څخه د ملاتړ او د دغه سازمان د څو غونډو په کوربه توب کې د تاجکستان پر فعال رول ټينګار وشو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا