اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګسیاسي

بېړنی خبر؛ د تورخم لار به نن تر غرمې وروسته پرانیستل شي

دید خبرې آژانس: ننګرهار ولایت ځايي چارواکو ویلي چې د تورخم لار به تر غرمې وروسته پرانیستل شي.

د یاد ولایت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي چې تورخم لار به نن پر یوه بجه پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا پاکستانی لوری تورخم کې د افغان کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو جرګه شوی دی.

د تورخم لاره ۲۵ ورځې وړاندې د اسلامي امارت له لوري د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې پاکستان تړلې وه، چې له کبله یې د دواړو لورو ترمنځ نښتې هم وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان له لوري د دغه لارې د تړل کېدو له کبله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالره مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button