اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

بېنېټ: طا-لبان د ښځو پر وړاندې له ځپونکو تګلارو لاس واخلي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو دوامداره او سیستماتیک جنسیتي توپیر او د ښځو او نجونو ځپنه د غندلو ده.

هغه د طا-لبانو د امر بالمعروف د نوي قانون په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غبرګون څخه هرکلی کړی.

نوموړي یو ځل بیا له طا-لبانو غوښتي، چې د خپلو ځپونکو تګلارو او کړنو لاس په سر شي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ یو ځل بیا پر طا-لبانو غږ کوو، چې ژر تر ژره دې ټولې هغه تګلارې او کړنې چې بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي، لغوه کړي.»⁩

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طا-لبانو د امر بالمعروف د نوي قانون د پلي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دغو هېوادونو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د دغه قانون د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي:« موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طا-لبانو دوامداره جنسیتي تبعیض او ظلم په کلکه غندو.»

که څه هم د طا-لبانو د امر بالمعروف قانون توشیح د افغانستان دننه او بهر پراخې نیوکې راپارولې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا ځینو غړو دغه قانون غندلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا