بینیټ له زندان څخه د ۲ میرمنو خوشې کیدو هرکلی سره: دوی باید هیڅکله بندیان نه وای
د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د خلکو د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دوو مېرمنو او د هغوی د کورنۍ د غړو د خوشي کېدو هرکلی کړی او د هغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې، چې په خپل سر په بند محکوم شوي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په خپله X پاڼه کې لیکلي چې د ندا پرواني، ژولیا پارسي او د هغوی د کورنۍ د غړو د خوشې کېدو هرکلی کوي.
بینیټ: دوی باید هیڅکله بندیان شوي نه وي.
نوموړي دغه راز د بشري حقونو د مدافعانو، د نادولتي موسسو د کارکوونکو، خبريالانو او د هغو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې له بشري حقونو څخه د دفاع په خاطر په خپلسري ډول بنديان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه دوه ښځې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ښځو د حقونو لپاره د لاريونونو له امله زنداني شوې وې.
د دغو ښځو له جملې څخه ندا پرواني او ژولیا پارسي په دې وروستیو کې د خپلو کورنیو له غړو سره خوشې شوې دي.