اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالب
بنت: د شیعه عالمانو د وحشتناکه وژنه دې په خپلواکه توګه وڅېړل شي او عاملین دې محاکمه شي
ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، په هرات کې د دوو شیعه عالمانو د وژل کېدو په اړه د اندېښنې وړ راپورونه څېړي.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په دې وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په هرات کې د دوو شیعه عالمانو د وژل کېدو په اړه ډېر خواشینونکي راپورونه څېړي.
هغه زیاته کړه چې دا وژنې د اکتوبر په میاشت کې په دې سیمه کې د یو بل دیني عالم له وژلو وروسته شوې دي.
بینیټ ټینګار وکړ: زه یوه خپلواکه او هر اړخیزه څیړنه غواړم ترڅو عاملین د نړیوالو معیارونو سره سم عدالت ته راکش شي.
د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو له خوا د خلکو د ژوند پر خونديتوب ټينګار سربېره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې هدفي وژنې ډېرې کېږي.