اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

بلېنکن کانګرس کې شاهدي ور کوي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منلې چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د بیړني وتلو په اړه کانګرس کې شاهدي ورکړي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ګواښ کړی و چې بلېنکن به د کمیټې له احضاریه حکمونو د سرغړونې له امله کانګرس ته په سپکاوي تورن کړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر مایکل مکال په مشرۍ جمهوري غوښتونکو استازو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د بیړني وتلو مساله جدي نیولې ده.

بلېنکن څو ځله د بهرنیو چارو کمیټې ته له شاهدي ورکولو ډډه کړې وه.

په تېره غويي میاشت کې چې د لومړي ځل لپاره له نوموړي غوښتنه وشوه چې کانګرس ته حاضر شي، هغه ونه منله. د مک کال په مشرۍ د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې بلېنکن په درېیم ځل د تلې پر درېیمه د ځینو څېړنو لپاره احضار کړ.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي و، چې بلېنکن د خپل بوخت مهالویش له امله د کانګرس په غونډه کې ګډون نه شي کولی.

د کانګرس غونډې ته له حاضرېدو د بلېنکن له انکار وروسته د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ګواښ وکړ، چې که د بهرنیو چارو وزیر په کانګرس کې له حاضریدو ډډه وکړي، له کانګرس سره به د نه همکارۍ او له حکمونو د سرغړونې له امله “د کانګرس په سپکاوي” تورن شي.

له دې ګواښ وروسته، بلېنکن په پای کې هوکړه وکړه چې د چارشنبې په ورځ،د لیندۍ ۲۱مه کانګرس ته حاضر شي.

مک کال وویل، مخکې له دې چې کانګرس ته په سپکاوي تورن شي، د بهرنیو چارو وزیر موافقه وکړه چې شاهدي ورکړي.

هغه زیاته کړه: ” زه د هغه شاهدي ته سترګې پرلار یم او له هغه به مهمې پوښتنې وکړم چې په جرګه کې له جمهوري غوښتونکو سره مرسته وکړي او راتلونکې اداره ډاډ ترلاسه کړي چې بیا به داسې هېڅ نه ترسره کېږي.”

مکال په تیرو دریو کلونو کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو موضوع د خپلو پلانونو په سر کې نیولې وه، خو د جمهوري غوښتونکو د اقلیت له امله یې نه شوای کولای چې په اسانۍ خپلې څیړنې او اړینه څارنه ترسره کړي.

خو کله چې جمهوري غوښتونکو په ولسي جرګه کې اکثریت ترلاسه کړ، دوی وکړای شول چې ډېر څار ولري او د تفتیش بهیر پرمخ یوسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا