اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

بلېنکن په غزه کې د اوربند لپاره منځني ختیځ ته بیا سفر کړی

دید خبرې آژانس: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن یو ځل بیا منځني ختیځ ته په سفر تللی څو په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې اترې وکړي.

د راپورونو لمخې، بلېنکن به د اوربند د مذاکراتو د دوام لپاره پر ښکېلو غاړو فشار ته دوام ورکړي.

بلېنکن تر دې وړاندې هم په غزه کې د اوربند په موخه منځني ختیځ ته سفر کړی او د قطري چارواکو په ګډون یې له اسراييلي لوري سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي خو روانې جګړې یې مخنیوی کړی دی.

دغه سفر داسې مهال کیږي چې حماس غورځنګ په غزه کې د اوربند د نه پلي کېدو پړه پر اسراييل اچوي.

حماس غورځنګ په کراتو ویلي چې اسراييل د اوربند په اړه د منځګړو (امریکا او قطر) غوښتنه له پامه غورځولې او تر اوسه یې نه ده منلې.

خو حماس غورځنګ په کراتو ټینګار کړی چې د غزې اوربند اړوند مذاکراتو او خبرو ته چمتو دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا