Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپورنړۍ

بلېنکن: په دمشق کې وسله‌واله ډله باید د طا-لبانو له منزوي کېدو درس واخلي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې په دمشق کې واکمنه د تحریر شام ډله دې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د طا-لبانو له حالته دې درس واخلي، چې څنګه څنډې ته شوي دي.

هغه ویلي، چې واکمنه ډله دې د حکومتي چارو په ترسره کولو کې ځانګړي ګامونه واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د خبرو پرمهال کړې دي.

ښاغلي بلېنکن ویلي: «طا-لبانو په افغانستان کې د واکمنېدو پرمهال یوه معتدله څېره وړاندې کړې وه او یا یې هڅه کوله، چې داسې ځان ښکاره کړي؛ خو د هغوی اصلي څېره وروسته ښکاره شوه.»

هغه ټینګار کړی، چې د دغې تګلارې سره به طالبان نور هم د نړۍوااو له‌خوا څنډې ته شي.

خو تازه د التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر ویلي، چې نه غواړي په سوریه کې د طا-لبانو په څېر حکومت جوړ کړي.

ابو محمد جولاني وایي، چې د طا-لبانو د مشرانو په څېر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button