بلېنکن: له افغانستان نه د وتلو تړون له ټرمپ څخه جو بایډن ته په میراث پاتې و
دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د دغه هېواد د وتلو په اړه وویل، چې جوبایډن ته ددوحې تړون له ټرمپ څخه په میراث پاتې و. انتوني بلینکن ویل، چې د امریکا په غوښتنه افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او امریکا د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د شهادت پر مهال وویل، طالبانو هوکړه کړې وه، چې بین الافغاني خبرې به کوي او لویو ښارونو ته به نه ننوځي خو دې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.
بلینکن زیاته کړه، چې ده له ۲۰ زرو څخه ډیر اسناد او له ۵۰ د ډیرو شاهدانو مرکې کانګرس ته سپارلي دي.
انتوني بلینکن وویل، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د زده کړې هر ډول هڅه باید د هغو پیښو په شرایطو کې ترسره شي چې مخکې پیښې شوې.
انتوني بلېنکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وګڼله.
هغه وويل: «موږ ته ويل شوي وو، چې افغانستان به د ترهګرو په پټنځاى بدل شي، خو القاعده په افغانستان کې ځان بيا جوړ نه کړ او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکره وواژه.»