اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

بلېنکن: د افغانستان په تړاو به د امریکا سیاست بدلون ونه‌کړي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې، د ډانلډ ټرمپ راتلونکی حکومت به د افغانستان په تړاو په خپل بهرني سیاست کې هېڅ بدلون ونه‌لري.

ښاغلي بلېنکن له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن نور نه‌غواړي چې، په جګړه کې ښکېل شي او د افغانستان جګړې پای ته رسول د بایډن حکومت یوه له لاسته‌ راوړنو ګڼي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي:«ډاډمن نه‌یم چې، ټاکنې به بهرني سیاست پورې اړوندې وي. ډېری ټاکنې داسې نه‌دي؛ خو که له دې موضوع تېر شو، امریکاییان نه‌غواړي چې، موږ په جګړه کې ښکېل وو. موږ په شلو کلونو کې په افغانستان او عراق کې سلګونه زره امریکاييان ځای پر ځای کړي وو. خلک نور له دغه وضعیته ستړي شوي دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا د جګړې پایته رسول د واشنګټن په ګټه بولي او زیاتوي چې، له افغانستانه په وتو سره په نړۍواله کچه د امریکا موقعیت لاپسې غښتلی شو.

ښاغلی بلېنکن څرګندوي:«دا چې، موږ نور داسې امریکايي نسل نه‌لرو چې، په افغانستان کې وجنګېږي او ووژل شي، دا په خپله یوه مهمه لاسته راوړنه ده. همداراز دغې چارې په نړۍ کې زموږ موقعیت لاپسې غښتلی کړ. زه یې هره ورځ ګورم. زموږ دوښمنانو تر بل هر څه دا غوښتل چې، موږ په افغانستان کې ښکېل پاتې شو.»

دا په داسې حال کې ده چې، د شبنې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم وویل، هیله‌من دی چې، په امریکا کې نوی دولت د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي.

ښاغلي ستانکزي ویلي:«له ښاغلي ټرمپ څخه مو هیله دا ده که‌چېرې غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، دا ستونزه او کشاله دې حل شي، هیله لرو چې، مثبت ګامونه پورته کړي او موږ هم ان‌شاالله خپلې اړیکې جوړوو.»

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د سولې هوکړه‌لاسلیک شوه.

اوس ولیدل شي چې، د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت به د افغانستان پر وړاندې څه پالیسي غوره کړي؟

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا