اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

برېښنا شرکت: په درېیو کلونو کې د ۲۵۹ میلیون افغانۍ پور راټول شوی

دید خبرې آژانس: د برېښنا شرکت وایي چې په تیرو درېیو کلنو کې یې خپل ۲۵۹ ملیونه افغانۍ پورونه ترلاسه کړي دي.

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت‌الله میوندي وايي: موږ تر دې مهاله ۲۵۹ میلیون افغانۍ هغه پور چې له برېښنا خلک پوروړي وو، هغه مو راټولې کړې دي او دا بهیر روان دی. هڅه به وکړو چې دغه پیسې ټولې راټولې کړو او یوه ورځ داسې وي چې هیڅوک د برېښنا پوروړی نه وي. 

د افغانستان د برښنا شرکت پخوانی رییس وایي چې باید یوه داسې کړنلاره جوړه شي چې د برېښنا ټول پورونه په منظمه توګه راټول کړای شي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان‌الله غالب په دې اړه وايي: «د دولتي ادارو خپله د بریښنا پیسې پاتې دي، چې باید اسلامي امارت یې په قسطونو کې ورکړي. هڅې وې چې د یوناما له لارې دغه بیلونه ورکړ شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول. د هغه معلوماتو لمخې چې زه یې لرم، لا هم د برېښنا شرکت شاوخوا ۷ تر ۸ میلیارده افغانۍ د دولتي ادارو او صنعتي پارکونو پر ذمه پاتې دي.»

که څه هم د برېښنا د پورونو د راټولولو بهیر روان دی، خو د برښنا کمښت لا هم د هیواد ښاروالانو لپاره یو جدي ننګونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې د افغانستان برېښنا شرکت باید راټول کړي پورونه په هیواد کې له کورنیو سرچینو د برېښنا پر تولید ولګوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا