اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

بریتانیا د افغانستان سفارت طا-لبانو ته نه سپاري

دید خبرې آژانس: سرچینې وایی چې د بریتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان سفارت تړي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يو رسمي ليک کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفير زلمي رسول ته د دې پرېکړې په اړه معلومات ورکړي دي.

د رارسیدلو معلوماتو له مخې، افغان سفیر د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و او ترې غوښتل شوي و، چې د سپټمبر په ۲۷مه (د تلې په ۶مه) دې د افغانستان د سفارت دروازه وتړي.

طا-لبانو د څو میاشتو راهیسي له دغه سفارت څخه غوښتي و چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره دې تعامل وکړي خو دوی ونه کړ او په پای کې طا-لبانو وویل، چې د دغه سفارت قونسلي خدمات باطل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د سفارت چارې به د طا-لبانو استازو ته نه سپارل کیږي او سفارت به د اوس لپاره تړلی وي.

دغه وزارت د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې له بریتانیا ووځي او یا هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

بريتانيا يو له هغو اروپايي هېوادونو څخه دی، چې د افغان کډوالو ډېر نفوس لري. د سفارت تړل د دې کډوالو لپاره قونسلي چارو ته لاسرسی محدودوي

طا-لبانو په بریتانیا کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې په اروپا کې دې هغو سفارتونو ته ولاړ شي، چې له دغې ډلې سره تعامل لري.

د جرمني حکومت د طا-لبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او دا یې د ډیپلوماټیکو چارو په اړه د ویانا کنوانسیون خلاف کار بللی دی.

یوې جرمنۍ رسنۍ څرګنده کړه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طا-لبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي او موافقه یې کړې چې په مونیخ کې د افغانستان قونسلګري به په جرمني کې مېشتو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

دا په لوېدیځو هېوادونو کې دویم افغان سفارت دی چې تړل کېږي. تر دې مخکې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلی و.

په تېرو درېیو کلونو کې ښاغلي رسول د طا-لبانو د ګواښونو او رشوتونو په وړاندې مقاومت کړی او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت غوښتنو ته یې ځواب نه دی ویلی. اوس دا نه ده څرګنده چې نوموړی د سفارت له تړلو وروسته څه کول غواړي.

زلمی رسول په ۲۰۱۹ کال کې په بریتانیا کې د افغانستان د سفیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د حامد کرزي په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا