Uncategorizedاسلایدشوافغانستانټولنه

برشنا له یوه چینايي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

دید خبرې آژانس: د هېواد د برق رسونې شرکت (برښنا) له چینايي شرکت سره د ۲،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د برشنا میټرونو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د نویو میټرونو په راتګ او د هغوی په وېش سره به د پېرودونکو ستونزې هوارې او دوی به په مناسبه بیه معیاري میترونه ترلاسه کړي.

د برشنا عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د چینایي میټرو جوړونکي شرکت “شینزین کلو” له استازي سره د ۲،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د یوه فاز او درې فاز بریښنا میټرونو د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

برشنا زياته کړه، د شينزين کلو ميټرونه د دغه شرکت له معيارونو سره سم جوړ شوي، چې د شبکې په ښه والي او پراختيا کې به ترې ګټه پورته شي.

د يادونې وړ ده، چې برشنا تر دې وړاندې هم ډيجيټل برېښنايي ميټرونه بدل او جوړ کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button