برادر په افغانستان کې د یوناما له مرستیال سره وکتل
دید خبرې آژانس: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو شویو افغانانو ته د «یوناما» له لوري د رسول شویو مرستو مننه کړې ده.
ملا عبدالغني برادر آخوند له یاد بنسټ څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي؛ څو له یوه لوري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
په افغانستان کې د «یوناما» مرستیال هم ویلي چې دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او دغه راز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه ژمنه کړې چې د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشي، کوچني بندونه به جوړ او کارېزونه به پاک کړي او همدارنګه نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته به د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.