اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

برادر د جومانکارین سره وکتل

دید خبرې آژانس: د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک جومانګارین، چې نن سهار د یوه رسمي پلاوي سره کابل ته راغی او ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

په دې غونډه کې د ترانسپورت، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم وزارتونو چارواکو، د مرکزي بانک رییس او په قزاقستان کې د افغانستان سفیر هم ګډون درلود.

دواړو خواوو د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټ همکاریو پراختیا، او همدارنګه د زیربنایي پروژو پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سیرک جومانګرین نن سهار کابل ته ورسید ترڅو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي او په یوه نندارتون کې ګډون وکړي. دا سفر به د اپریل له لومړۍ نیټې څخه تر دریمې نیټې پورې دوام وکړي.

د قزاقستان رسنیو هم راپور ورکړی چې د هیواد د محصولاتو یو نندارتون به په کابل کې د شاوخوا ۴۰ غرفو سره جوړ شي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي دي چې قزاقستان موافقه کړې چې له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزې تبادلې ترسره کړي.

تېر کال، قزاقستان د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اسلامي امارت د ترهګرو ډلو له لیست څخه لرې کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button