اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

برادر: د اوبو ښه مدیریت د اسلامي امارت ملي مسوولیت دی

دید خبرې آژانس: د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال په اوسنيو شرایطو کې له نړۍ سره د سیالۍ او د اقتصادي ودې لپاره د اوبو ښه مدیریت یو ملي مسوولیت ګڼي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت د علمي-تخنیکي سیمینار په وروستۍ غونډه کې وايي، اقلیمي بدلون، د هوا د ککړتیا د کچې لوړېدل او د بشر ورځ تر بلې زیاتیدونکې اړتیاوې په نړۍ کې د اوبو د کمښت لامل شوي او دې چارې د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی.

ملا عبدالغني برادر په وروستیو درېیو کلونو کې د هېواد د اوبو مدیریت ته په نغوتې سره ټینګار کوي چې اسلامي امارت له ټولو امکاناتو څخه په ګټنې د هېواد د اوبو د ښه مدیریت لپاره په کلک هوډ سره هڅه کوي.

د ریيس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر وايي: د افغانستان د اسلامي امارت مسوولیت دی چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د هېواد د اوبو د غوره مدیریت لپاره د پایداره پرمختګ د اصل په پام کې نیولو سره خپل ملي مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دغه پروګرام کې وايي چې یاد وزارت د هېواد د انرژۍ او اوبو د مدیریت په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دمګړۍ په دې برخو کې پر یو شمېر لویو پروژو کار روان دی.

عبدالطیف منصور ټینګار کوي چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور په دې اړه وايي: د انرژۍ په برخه کې هم موږ ښې لاس ته راوړنې لرو هغه احکام چې موږ د معدن په بدل کې له امیرالمؤمنین څخه اخیستي وو، درې سوه میګاواټه برق دی. هغه به هم ژر پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت لوړپوړی سلاکار، فاروق اعظم هم و ویل: نورو شیانو ته بدیل شته، اوبو ته بدیل نشته. اوبه د الله پاکه نعمت دی. مدیریت یې پکار دی. که تاسې غواړئ اوبه د وسلې په توګه استعمال کړئ تر دې بهترینه وسله نشته.

ورته مهال د چارو ادارې رييس د ښوونیزو پروګرامونو جوړول د ادارو د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې ګټور بولي او د وزارتونو له مسوولينو غواړي چې په ادارو کې مناسب کسان وګماري.

د چارو ادارې رییس، نورالحق انور بیا وايي: د ارتقا د ظرفیت اړوند یې ښه قدم اخیستی دی. ملګرو لپاره یې سیمینار جوړ کړی. یقیناً دا یو نوښت دی.  دا یو ضرورت دی. 

د یادونې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت د علمي- تخنیکي سیمنار په پای کې چې د یوې اونۍ لپاره د یاد وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو د اوبو د مدیریتي پروژو، د اوبو د کیفیت، د اسنادو د مدیریت، د کارکوونکو د پیژند کارتونو د مدیریت او د اوبو او انرژۍ وزارت د ظرفیت لوړونې د روزنیزو پروګرامونو د مدیریت د معلوماتو ځینې سیسټمونه هم پرانیستل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا