Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

بدري د بادغیس ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري بادغیس ته د خپل سفر په بهیر کې، د دغه ولایت له بېلابېلو کانونو په ځانګړې توګه د ګچو له کانونو څخه لیدنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدایت الله بدري، په بادغیس کې د کانونو د کیندنې چارې ارزولي او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته یې د چارو چټکتیا او روڼتیا په برخه کې یو لړ سپارښتنې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د کاري فرصتونو پر برابرولو هم ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button