اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبرسیمه

بدري او بیکدلي د هېواد په کاني زېرمو کې پر پانګونې خبرې وکړې

دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د ایران سفیر، په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کانې زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت بللی او د ایراني شرکتونو د پانګونې او د کانونو په برخه کې یې د ګډ کار غوښتنه کړې ده.

هغه د افغانانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزیر هم، د افغانستان د کانونو په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د لازمو همکاریو ژمنه یې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button