اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

بدخشان کې د موسمي ناروغیو زیاتیدو

دید خبرې آژانس: د بدخشان په ولایتي روغتون کې روغتیاپالان په دغه ولایت کې د موسمي ناروغیو له زیاتوالي خبر ورکوي.

په کلني ډول د اقلیمي بدلونونو، په ځانګړي توګه د اوړي او ژمي په موسمونو کې د هوا ګرم والي او سوړوالي پر مهال پر بېلابېلو ناروغیو د اخته ناروغانو په تېره بيا د ناروغو ماشومانو شمېر زیاتېږي.

بدخشان کې ځینو ناروغ لرونکو، چې خپل ناروغان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته راوړي، روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسی خپله جدي ستونزه بولي.

قربان، چې د بدخشان یو اوسېدونکی دی، وايي: «ماشومان ډېر ناروغه دي. په ماشومانو کې ټوخی زیات شوی دی. سخت ژمی راغلی او موږ له لرې ځایه راغلي یو.»

شاه‌کوکو، چې د بدخشان بله اوسېدونکې ده، هم وايي: «زموږ ناروغ له تنفسي ستونزې سره مخ دی، ځکه مو روغتون ته راوست. زموږ سیمو کې نه کلینیک شته او نه هم ډاکټر.»

ورته مهال د بدخشان ولایتي روغتون روغتیاپالان وايي، په ورځني ډول له پنځه سوه زیات ناروغان دغه روغتون ته د درملنې په موخه ورځي چې له دې ډلې شاوخوا ۵۰ تنه يې بستر کېږي.

د بدخشان ولایتي روغتون روغتیاپال، غلام ربانی مشتاق په دې اړه وايي: «هره ورځ شاوخوا له ۴۵۰ تر ۵۵۰ ناروغان روغتون ته مراجعه کوي او د ماشومانو او عاجلو څانګو کې شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ ناروغان بستر کېږي.»

د هوا سړېدو او روغتیايي لارښونو نه مراعاتول پر موسمي ناروغیو د اخته کېدو بنسټيز لاملونه بلل کېږي.

روغتیاپاله، شیما هم وايي:«د موسم بدلون او د حفظ الصحې نه مراعتول د دې سبب کېږي چې خلک، په ځانګړي ډول ماشومان او مشران، د موسمي ناروغیو ښکار شي. کورنۍ باید په دې موسم کې ځانونه ګرم وساتي او د حفظ الصحې پاملرنه وکړي.»

له ګرمو او سالمو خوړو ګټنه، د ماشومانو او عمر خوړلو کسانو ګرم ساتل او د روغتیايي لارښونو په پام کې نیول د بېلابېلو ناروغیو مخنیوي په برخه کې اغېزناک ګڼل کېږي او د روغتیاپالانو له لوري یې پر مراعاتولو ټینګار کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا