دید خبرې آژانس: د بدخشان پوهنتون مسوولین وایي، د اسلامي امارت د رهبر د امر پر بنسټ، دغه پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړیږي.
د بدخشان پوهنتون رییس وايي، د دغه پوهنځي د ودانۍ او کادري روغتون پر جوړولو څه باندې ۲۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې راتلونکي کال کې پیل شي.
د دغه پوهنځي د جوړولو موخه په روغتیايي برخه کې د معیاري زده کړو ترڅنګ د بدخشان اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول بلل شوي دي.
د بدخشان د پوهنتون رییس نظر محمد نیازي و ویل: « طب پوهنځی په درېیو ډیپارټمنټونو کې جوړ شوی دی. د دې پوهنځي پر ودانۍ ۶۸ میلیونه افغانۍ او د کادري روغتون د ودانۍ پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د دې پروژې کار به راتلونکي کال کې پیل شي.»
د یادونې ده چې، بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځی په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د هغه مهال د ولسمشر برهان الدین رباني په امر جوړ شوی و چې، تر ۱۳۸۳ لمریز کاله یې فعالیت وکړ خو د علمي او مسلکي کادرونو کمښت او معیاري روغتون نشتوالي له امله یې فعالیت په ټپه درېدلی دی.