اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

بامیان کې سېلابونو/ ۱۷ کسان مړه او تري تم دي

دید خبرې آژانس: په بامیان کې د طا-لبانو والي ویاند عبدالصبور سیغانی وايي چې د دغه ولایت په یکاولنګ ولسوالي که د سېلابونو له امله اووه کسه مړه او ۱۰ تنه نور تري تم دي.

د هغه په وینا، د پېښې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي او د غو سېلابونو مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي دي.

د ښاغلي سیغاني په وینا، د لادرکه شویو کسانو د پلټنې عملیات روان دي.

دغه سېلابونه تېره ورځ د یکاولنګ ولسوالۍ په دزدان چشمه، هزار چشمه او پودینه‌تو کلیو کې راوتي دي.

له بل پلوه د طا-لبانو د والي دفتر وایي، چې دغو سېلابونو د یکاولنګ ولسوالۍ تر څنګ د پنجاب، ورس او کهمرد ولسوالۍ هم زیانمنې کړې دي.

دغه سېلابونو د کورونو ترڅنګ ځینې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام (د غبرګولي په ۳۰مه نېټه) ویلي و، چې له پاکستانه ستانه شوي ځیني کډوال د تېرو میاشتو له سېلاب او ورښت له امله بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې سېلابونو تېرو دوو میاشتو کې تر نورو ولایتونو بغلان، غور او هرات ډېر وځپل.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیا وايي، چې دغو سېلابونو وړمه میاشت لږ تر لږه ۳۴۷ تنه مړه کړي او له ۱۰ زرو څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا