اسلایدشوافغانستانخبرټولنه

ا.ا هرات کې سوالګران ټولوي

دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې یې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړی دی.

د تازه پرېکړې لمخې به ټول سوالګر راټول او د مرستو سربېره به ورته کاري زمینې او د ملاتړ پروګرامونه هم برابرې شي.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي و ویل: «د هرات سیمه ییزو ادارو هڅې پیل کړي چې له ښاره سوالګر راټول کړي. موږ باور لرو چې دغه چاره به تنظیم شي.»

شاه باقر نږدې دوه میاشتې کیږي چې سوالګرۍ ته یې مخه کړې ده. هغه له تېرو څه د پاسه څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو نظامونو کې کار کړی او دا مهال کورناستی دی.

د شاه باقر په خبره، د تقاعد حقوقو نه ترلاسه کولو له امله یې سوالګرۍ ته مخه کړې ده.

سوالګر، شاه باقر د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «یوه سترګه مې ړنده ده، کور کې لس کسان یو. دوه میاشتې کیږي چې سوال کوم او نه پوهیږم خپلې ستونزې څنګه حل کړم.»

هرات ښار کې ځینې نور سوالګر وايي، د غربت او لوږې له امله سوالګرۍ ته اړ شوي دي.

سوالګره، شاه بي بي وایي: «زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې موږ سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.»

بلې سوالګرې، سبزې و ویل: «زه بې‌سرپرسته یم. یو زوی لرم چې د خپلې کورنۍ لګښتونه هم په سختۍ پوره کوي. یوه فلج لور لرم چې مسوولیت یې پر ما دی.»

تر دې وړاندې هم د هرات سیمه‌ییزو مسوولینو له ښاره سوالګر راټول کړي وو.

په هرات کې د سوالګرو کره شمېر نه دی څرګند خو په سړکونو او څلور لارو کې یې شمېر زیات دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button