اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

ا.ا د کازان په غونډه کې د اقتصادي فرصتونو په لټه کې دی

دید خبرې آژانس: ټاکل شوې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی، د کازان په شپاړسمه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې دغه پلاوی به د کازان په غونډه کې د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي:«تمه ده، چې د سوداګرۍ وزیرنورالدین عزیزي د دغه پلاوي مشري پر غاړه ولري. همداراز، د روسیې او افغانستان ترمنځ د نوې همکارۍ د فرصتونو د څېړلو لپاره هم پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

بلخوا د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روسیې –اسلامي نړۍ په شپاړسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د اغېزناک او همغږي ګډون په موخه د خصوصي سکټور له استازو سره ناسته وکړه.

دغه غونډه چې د «کازان کنفرانس» په نوم یادېږي، د مې له ۱۳مې تر ۱۸مې به د روسیې په کازان ښار کې جوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په دې مشورتي ناسته کې د افغانستان د فعال او همغږی حضور پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې هکله وايي:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، چې د کازان فورم د ښه استازیتوب لپاره به افغانستان فعاله ونډه واخلي او تر ټولو مناسب ځای د افغان پلاوي لپاره ځانګړی شوی.»

دغه راز، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي و، چې د کازان د غونډې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د یوې سوداګریزې غونډې د جوړېدو احتمال هم شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button