افغانستانحکومتخبرخبرې اترې

ا.ا د سياحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارو چارو د معين مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ، په ياد معينيت کې د سياحتي او توريستي شرکتونو له مسئولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئيس مولوي حاجي محمد طیب او د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې رئيس او مسئولينو ګډون کړی و.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د سياحتي او توريستي شرکتونو لپاره د جوازونو د وېش واحده اداره معلومه شوه، تر دې وروسته به یاد شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت اړوند له ګرځندوی رياست څخه د فعاليت جوازونه ترلاسه کوي، چې دا جوازونه په ځانګړي بارکوډ سره سمبال شوي دي، همدا راز د يوه نورم له مخې به د یادو شرکتونو لپاره د هېواد په کچه يوه ځانګړې اتحاديه رامنځته شي، چې د رهبرۍ هيئت او مشرتابه پلاوي به ولري، ټول سياحتي شرکتونه باید له دې اتحاديې سره ځان ثبت کړي، سياحتي او توريستي شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملاتړ له ځانه سره لري، چې د دوی د فعاليتونو او کړنو څخه وخت پر وخت څارنه او ارزيابي کوي.

ورپسې، د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې رئيس او مسوولينو په وار سره، د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات او شته ستونزې شريکې کړې، چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين له لوري ورته د ستونزو د حل کولو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button