دید خبرې آژانس: اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د ازبیکستان د دریځ په هرکلي سره وایي، چې سرپرست حکومت غواړي له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: “په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبېکستان اړیکې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریز، ټرانزیټي، پانګونې او نورو برخو کې زیاتې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې خپل ټولیزې اړیکې له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره پیاوړي او پراخه کړي.”
په دې غونډه کې د ازبیکستان ولسمشر وویل، افغانستان باید هېر نه شي او له نړیوالې انزوا سره د دغه هېواد د مخ کېدو د مخنیوي لپاره له اوسنیو چارواکو سره رغنده خبرې مهمې دي.
د ازبېکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف په دې اړه وايي: «موږ باید خپل ګاونډی افغانستان هېر نه کړو. موږ باور لرو چې د دغه هېواد د نړیوالې انزوا د مخنیوي، له اوسنیو چارواکو سره رغنده خبرې او د منځنۍ اسیا د نه بېلېدونکي برخې په توګه د افغانستان ګڼل کېدل چې نوې فرصتونه برابروي، مهم دي.»
بلخوا، ځیني سیاسي شنونکي د ملي ګټو په رڼا کې له افغانستان سره د نړۍ تعامل د هېواد په ګټه ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو په خپله لومړۍ ګډه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له افغانانو یې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.