اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

ا.ا: دا/عش په افغانستان کې ځاې نلرې

دید خبرې آژانس: د دا/عش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې له جوړېدو سره هم‌مهاله، اسلامي امارت وایي، چې دغه ډله یې ځپلې او په افغانستان کې هېڅ ځواک نه‌لري.

د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې په سیمه کې د دغې ډلې فعالیتونه په افغانستان پورې تړاو نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«دا/عش په افغانستان کې ګواښ نه‌دی او ځواک هم نه‌لري؛ بلکې سخت ځپل شوی او نور د افغانستان له خاورې نور ګواښ نه حسابېږي. دا چې د دې پایلې په سیمه‌ییزه کچه څومره دي، په موږ پورې اړه نه‌لري؛ خو موږ ډاډه یو چې د داعش ښکارنده په افغانستان کې خطر نه‌دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه) د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ دقیقو د ترهګریزو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش، د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه.

یوناما به په داسې حال کې د امنیت شورا د نننۍ غونډې برخه وي، چې د ملګرو ملتونو د یاسي دفتر یا یوناما یو کلن ماموریت د روان زېږیز کال په مارچ میاشت کې پای ته رسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا