ا.ا: امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرو اترو تراوسه پایله نهده لرلې
دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې اترې روانې دي؛ خو تراوسه کومې پایلې ته نهدي رسېدلي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، سرپرست حکومت هڅه کوي څو هغه افغانان چې، په امریکا کې بندیان دي، ازاد کړي.
ښاغلی فطرت زیاتوي:«له امریکایانو سره وخت په وخت د بندیانو د تبادلې په اړوند خبرې اترې شوي دي؛ خو تراوسه کومې پایلې ته نهیو رسېدلي.
زموږ څو تنه بېګناه وګړي چې، کلونه کېږي امریکایانو په ناقانونه توګه له محکمې پرته، په زندانونو کې ساتلي دي، اسلامي امارت د هغوی د ازادولو لپاره هڅې کوي.»
تر دې وړاندې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و چې، واشنګټن له سرپرست حکومت سره د خبرو په حال کې دی، څو په افغانستان کې بندي امریکایان د لږ تر لږه د یو جګپوړي بندي په بدل کې چې، محمد رحیم الافغانی نومېږي او په ګوانتنامو زندان کې بندي دی، تبادله کړي.
د وال سټریټ ژورنال په راپور کې راغلي:«د بایډن حکومت له طالبانو سره پر خبرو بوخت دی چې، په افغانستان کې بندي امریکایان له لږ تر لږه هغه جګپوړي بندي سره تبادله کړي چې، ویل کېږي د اسامه بن لادن همکار دی او په ګوانتانامو زندان کې ساتل کېږي.»
بلخوا، ټلګراف دغهراز راپور ورکړی چې، سرپرست حکومت د بندیانو د تبادلې هوکړه د امریکا د نوي حکومت د کار د پیلېدو تر وخته ځنډولې ده.
د ټلګراف په دې هکله لیکلي:«هوکړه تقریباً وروستۍ شوې؛ خو په کندهار کې ځينې جګپوړي چارواکي ورسره مخالفت کوي. هغوی استدلال کوي چې، د بایډن له حکومت سره هر ډول هوکړه بېډګټې ده او غواړي چې، هغه ټرمپ ته وساتي.»
جورج ګلزمن، رایان کوربېټ، او محمود حبیبي هغه امریکايي وګړي دي چې، په افغانستان کې بندیان دي. تر دې وړاندې د امریکا جګپوړو چارواکو د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.