اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

ا.اد بشري حقونو اړوند د یوناما نوی راپور بیا رد کړی

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما نوی راپور رد کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د هېواد د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې او جدي اندېښنې یې څرګندې کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ښځې لا هم له دې محرومې دي چې کار ته لاړې شي او یا هم له محرم پرته له خدمتونو ګټه پورته کړي او نجونې هم  د زده کړو له حقه بې برخې دي.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجاریک ويلي: «دغه پلاوی لا هم داسې راپورونه ترلاسه کوي چې ښيي، د افغانستان ښځې لا هم نه شي کولای له خپل یوه نارینه خپلوان پرته کار وکړي یا خدماتو ته لاسرسی ومومي او نجونې لا هم له تحصیله محرومې دي.»

د ښځو د حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش بیا وايي: له اسلامي امارته زموږ د ښځو غوښتنه دا ده چې د ښځو غوښتنو ته پام وکړي. ځکه موږ هره ورځ وینو چې محرومیتونه زیاتیږي. بیا مو له نړۍوالې ټولنې دا غوښتنه ده چې د افغان ښځو غږ ته لبیک و وايي.

د یوناما راپور ښيي، د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱مې پورې ۱۸۰ کسانو ته بدني سزا ورکړل شوې ده.

همدا راز دا اداره وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ډېورنډ کرښې ته په ورڅېرمه ولسوالیو کې د شویو پېښو له امله ولسي وګړو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

د دغه راپور لمخې، د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱مې د دغو بریدونو په پایله کې د ښځو، نارینه وو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

خو د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دغه تازه راپور په غبرګون کې دا څرګندونې له واقعیتونو لېرې ګڼي او ټینګار کوي چې قوانین د شرعي اصولو پر بنسټ عملي کېږي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، سیف‌السلام خیبر بیا وايي: یاد راپور یوازې دا نه چې له واقعیتونو لرې دی. بلکې پر اسلامي ارزښتونو ښکاره تېری دی او زموږ د شریعت سپکاوی دی. موږ په کلکه دا هڅه غندو چې یو بهرنی سازمان د شریعت پر وړاندې دا ډول جرأت وکړي او اسلامي احکام لکه حجاب د ښځو پر محرومیت تعبیر کړي.

تر دې وړاندې هم، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د یوناما دفتر هڅه کوي منفي مسایل ستر وښيي او مثبت موارد نه منعکسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button