اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالبګزارش

اېمل ولي خان: تحریک انصاف د طا-لبانو سیاسي څانګه ده

دید خبرې آژانس: د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په اصل کې د طا-لبانو سیاسي څانګه ده. هغه د پاکستان پر تحریک انصاف ګوند تور پورې کړ، چې په خیبر پښتونخوا کې یې شاوخوا ۴۰ زره ترهګر ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کراچۍ پرېس کلپ کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ویلي و، چې د پاکستان په وروستيو ترهګريزو فعاليتونو کې ککړ زياتره کسان د پخوانۍ هوکړې له مخې له بنده خوشې شوي کسان دي چې اوس له افغانستانه فعاليت کوي.

سیاسي شنونکي بیا وایي، چې دغه بندیان د عمران خان د واکمنۍ پرمهال د افغان طا-لبانو په منځګړیتوب د ټي‌ټي‌پي سره د خبرو اترو پرمهال د باور جوړونې په موخه خوشې شوي وو.

اېمل ولي خان د خیبرپښتونخوا د وضعیت په اړه په ټینګار سره ویلي، چې تحریک انصاف ګوند له ترهګرو سره په همکارۍ واک ته رسېدلی و.

هغه د پښتونخوا د نا امنۍ په اړه وایي:« موږ دا جګړه په اویایمه لسیزه کې خپل هېواد ته راوړې وه.»

هغه زیاته کړې:« د دې لپاره چې پاکستان له امریکا څخه مېلیاردونه ډالر ترلاسه کړي؛ موږ له هغې ورځې د جګړې هرکلى کړی، چې پاکستان خپلې پولې پرانېستې او په ناقانونه توګه يې د افغانانو هرکلى وکړ او بیا مو له دغو کډوالو څخه د مجاهد جوړولو په برخه کې روزنیز مرکزونه پرانیستل.»

هغه وایي، د دغو روزنیزو مرکزونو د جوړولو او چلولو لپاره مېلیاردونه ډالر هم ترلاسه شوي دي.

هغه زیاتوي، له دغو مجاهدینو سره پاکستان په افغانستان کې «جعلي جهاد» ترسره کړی دی چې له امله یې دغه هېواد مېلیاردونه ډالر هم ترلاسه کړي دي.

هغه ادعا کړې، چې افغانستان اوس هم د پاکستان یوه صوبه ګڼل کېږي.

د اېمل ولي خان څرګندونې له هغه څه موده وروسته کېږي، چې د تحریک انصاف ګوند یو وتلي غړي او د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور هم د پاکستان مرکزي حکومت ته ویلي و؛ که له تحریک طا-لبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره خبرو ته نه کېني؛ نو دی به په ځانته سر افغانستان ته پلاوی واستوي، چې د نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخامخې شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا