اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ای او اېم: افغانستان لا هم په پولیو اخته ناروغان لري

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر اګسټ میاشتې پورې یې په افغانستان کې ۶۷ زره او ۷۵۲ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان په افغانستان کې د پولیو وایرس د شتون په اړه ندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یې په خپل مالي ملاتړ نږدې ۷۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د اوسېدو نامناسب چاپیریال او ضعیف اقتصاد د اړتیا وړ خلکو ته د واکسین ترلاسه کول ستونزمن کړي.

دغه سازمان وايي، د افغانستان په ټولو برخو کې تازه راستنو شویو کډوالو، بې ځایه شویو خلکو او په ټولنه کې وروسته پاتې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ای او اېم وايي،‌ د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال نوښت سره په کډه د پولیو او نورو ناروغیو په وړاندې د وقاعیې د واکسین خدمتونو وړاندې کوي. او په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیځ او سوېل کې خپل خدمتونه نور هم پراخوي.

دغه سازمان وايي، د خپلو خدمتونو وړاندې کولو پر مهال یې ۷۰۵۰ تنه داسې ماشومانو ته د واکسین په ورکولو هڅولي دي، چې وړاندې تردې یې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکول.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان وايي، د خپلو هڅو په دوام یې د مرستو چمتو کولو له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په څیر شریکانو سره مرستې کوي تر څو د اړتیا وړ روغتیايي توکي اړمنو خلکو ته ورسیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا