Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

ایټالیا له افغانستان سره درې میلیونه ډالره مرسته وکړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره ۳.۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) ویلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې، له بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستو په برابرولو او یو شمېر نورو برخو کې ولګول شي.

د يادونې وړ ده، چې دا د ايټاليا هېواد لومړۍ مالي مرسته ده، چې د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره کېږي.

تر دې مخکې یو شمېر اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق له لارې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

Back to top button