اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

ایټالیا د افغانستان لپاره نوې سفیره تاکلي

دید خبرې آژانس: د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سابرینا اوګولیني یې په افغانستان کې د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه ټاکلې ده.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې مېرمن اوګوليني به په موقت ډول د قطر له دوحې څخه د افغانستان اړوند چارې سمبالوي.

له دې وړاندې ناتالیا کوینتاویل له دوحې د افغانستان اړونده د ايټاليا د سفارت چارې د شارژدافېر په توګه ترسره کولې.

د دغې خبرپاڼې له مخې، سابرينا اوګولیني په ۱۹۶۸ کال کې د ایټالیا په پلازمېنه روم کې زېږېدلې او په نړیوالو اړیکو کې تخصص لري.

د ايټاليا نوي سفيرې ويلي دي چې د بشري او ښځو حقوق به يې له کاري لومړيتوبونو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او د یو شمېر هېوادونو سفیران او د سفارتونو شارژدافېران د افغانستان په اړونده چارې له درېمو هېوادونو په تېره بیا په  قطر کې مخ ته وړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا