دید خبرې آژانس: په ایران هیواد کې یو شمیر افغان کډوالو د ستونزو له زیاتوالي شکایت لري.

په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو پر نورو کوربه هېوادونو سر بېره، په ایران کې هم دغه کډوال له ناوړه وضعیت سره مخ دي.
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د نیونو پر دوام او د دغه هېواد د حکومت له لوري د سرشمېرنې د پاڼو پر باطلېدو نیوکه کوي.
دغه کډوال د ایران او افغانستان له حکومتونو غواړي چې وضعیت ته یې جدي پاملرنه وکړي.
ایران کې افغان کډواله، معروفه اسحاقي په دې اړه وايي:”د ایران حکومت چې مخکې له دې کډوالو ته د سرشمېرنې ټکټونه وېشلي و او کډوالو کولای شول له دې ټکټونو د ښوونځي، روغتونونو او نورو ځایونو کې د مدرک په توګه استفاده وکړي ترڅو له مامورانو څخه د ځورونې څخه خوندي پاتې شي، اوس د ایران حکومت دا ټکټونه نیمګړي اعلان کړي دي.”
هلته یو بل افغان کډوال، صفر بارز هم وايي: “کډوال چې کلونه په ایران کې ژوند تېر کړی، نن ورځ په داسې ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي چې د ایران حکومت او خلکو لخوا ورته جوړ شوي دي، او دا مهاجرینو لپاره ډېر سخت دی.”
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي وایي، باید د تهران او کابل ترمنځ شوې هوکړې په ځانګړې توګه هغه هوکړهلیکونه چې له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي اېستلو د اسانتیا لپاره شوي، تعقیب او عملي شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر د دواړو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دوه اړخیزو هوکړو په ځانګړې توګه د افغان وګړو د تدریجي ستنېدو او د دغه هېواد په رغونه کې د هغوی د ونډې لپاره د همکارۍ هوکړې باید په جدي توګه تعقیب شي.»
د کډوالو د حقونو فعال، نظر نظري په دې اړه وايي:”ایران باید اوس هم د کډوالو اړوند خپل پخوانی او رغنده رول ته دوام ورکړي، له کډوالو سره ګډ ژوند وکړي او یوه ګډه کړنلاره خپله کړي.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی و، چې له اسلامي امارت سره یې د افغان کډوالو د تدریجي او باعزته ستندو لپاره یوه ګډه طرحه جوړه کړې ده.