اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ
ایران: په افغانستان کې د ثبات لپاره باید ټول شموله حکومت جوړ شي
ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بې ثباتۍ د حل لپاره د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ناپییلي غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د حل لاره د دې هېواد د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.
پرون حسین امیرعبداللهیان هم د افغانستان د مالي سرچینو د خلاصون غوښتنه وکړه.
هغه په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، بې ثباتۍ او کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په دغه هېواد کې د ټولو قومونو ونډې ته په اشارې سره وویل.
د ناپییلو غورځنګ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې جوړه شوه.