اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

ایران: موږ د افغانستان له ټولو سیاسي جریانونو سره په تماس کې یو

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغان سیاسي جریانونو د وروستۍ غونډې په تړاو ویلي، چې تهران له ټولو جریانونو سره په تماس کې دی او هیڅ لوری به د خپل بهرني سیاست له معادلې څخه ګوښه نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ (د قوس ۶) په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل: په افغانستان کې بې ثباتي به د دغه هېواد په پولو او جغرافیه پورې محدوده نه وي.

په ورته وخت کې ښاغلي کنعاني ټینګار وکړ: «موږ په دې باور یو چې داسې حکومت رامنځته شي چې د افغانستان د ټول ملت استازیتوب وکړي. دا زموږ بنسټیز چلند دی او بدلون نه دی راغلی. په تېرو دوو کلونو کې زموږ دریځونه په همدې چوکاټ کې تعریف شوي دي».

داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزارت وياند څرګنده کړه: هر څوک بايد ديو داسې حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي چې دافغانستان دټول ملت او توکمونو استازيتوب وکړي.

د مسکو غونډه د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۲مه) د طا-لبانو د مخالفو تحريکونو په شتون سره د عادلانه روسيې ګوند د مشر سرګي ميرونوف په کوربه توب جوړه شوه.

د ايران استازي چې په دې غونډه کې حاضر و، د طا-لبانو پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې طا-لبانو د ټولو قومونو په شتون سره د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې د منلو وړ اقدام نه دى کړى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا