اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

ایران له افغانستان سره ۵۰ ټنه اوړه مرسته وکړه

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران سفارت وايي، ایران د افغانستان په نشه يي توکو د روږدو کسانو له کمپ سره پنځوس ټنه اوړه مرسته کړې ده.

په کابل کې د ایران سفارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تهران په یوه بشري اقدام کې په افغانستان کې د معتادینو له کمپ سره پنځوس ټنه اوړه مرسته وکړه.

په خبر پاڼه کې راغلي: د ایران اسلامي جمهوریت تر اوسه پورې په بیلابیلو مواردو کې د افغانستان له اړمنو خلکو سره ډیرې مرستې کړي دي.

په عین حال کې لویدیځ له افغانستان څخه په وتلو سره بشري مرستې سختې کمې کړي دي.

Back to top button