اسلایدشوافغانستانسیاست

ایران له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي پرمختګ او عملي کار ته ژمن دی

دید خبرې آژانس: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون ناوخته په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علیرضا بېکدلي سره کتلي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، د لوړې کچې د پلاوو پر تګ او راتګ، اقتصادي همکاریو او پر یو لړ سیمه‌ ییزو مسایلو خبرې وشوې.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه دې په دوه اړخیزو اړیکو کې عملي پرمختګونو ته لار هواره کړي او زیاته کړې یې ده، چې د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړېدا د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ایران سفیر په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په تهران کې له اړوندو ارګانونو سره د افغانستان په تړاو د خپلو کاري ناستو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړي او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې هوکړې عملي شي.

بېکدلي همدارنګه څرګنده کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي پرمختګ او عملي کار ته ژمنتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره هم کتنه درلوده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا