ایران عليرضا بیګدلي د کابل د سفیر په توګه معرفي کړ
دید خبرې آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر له دندې ګوښه کړی او عليرضا بیګدلي یې د ایران د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د ایران د سفارت نوي معرفي شوي سرپرست تر دې وړاندې په اذربایجان، قبرس او ترکیه کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
ارنا خبري اژانس په دې هکله لیکلي:«عليرضا بیګدلي په افغانستان کې د ایران د نوي سفیر په توګه وټاکل شو. د بهرنیو چارو وزیر په یوه حکم کې عليرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د سرپرست په توګه معرفي کړ.»
د ایران د رسنیو په راپورونو کې دغهراز راغلي چې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي پست لغوه شوی او دا مسوولیت به د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
ورته مهال، اسلامي امارت تراوسه، په افغانستان کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه د عليرضا بیګدلي د ګومارل کېدو په تړاو څه نهدي ویلي.