اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

ایران د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: وروسته له هغه چې د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله په جنوبي بیروت کې د اسرائیلو په برید کې شهید شو، ایران په لبنان او سیمه کې د اسرائیلو د اقداماتو په تړاو د امنیت شورا د غونډې جوړولو غوښتنه وکړه.

په ملګروملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ايرواني دغې شورا ته په یوه لیک کې وویل: «ایران په خپلو ډیپلوماټیکو ځایونو او استازوليو باندې د هرډول حملې په وړاندې چې د ډیپلوماټیکو او کونسلي ځایونو د مصونیت د اساسی اصولو خلاف دي په کلکه خبرداری ورکوی او ټینګار کوی. چې د دا ډول تېري تکرار به ونه زغمي.»

د یادولو وړ ده چې د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال عباس نیلفروشان هم د بیروت په جنوب کې د ضاحيه په ښار کې د اسراییلو د برید یو له قربانیانو څخه دی.

په عین حال کې په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر په دغه لیک کې زیاته کړې ده: «ایران به د نړیوالو قوانینو پربنسټ له خپلو ذاتي حقوقو په استفادې سره د خپلو مهمو ملی او امنیتی ګټو د دفاع لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړی.»

په دغه لیک کې امیر سعید ايرواني د شنبې په ورځ ( د تلې ٧مه) د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده. سره له دې چې د نيويارک په ځايي وخت د دې ورځې له پاى ته رسېدو څخه څو ساعته تېرېږي، خو دغې شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله، د هغه د لور زینب نصرالله، د ایران د سپاه پاسداران د عملیاتي مرستیال عباس نیلفروشان او یو شمېر نور کسان د جمعې په ورځ ( تلې ٧مه) د لبنان پلازمینه بیروت په جنوب کې د ضاحيه په ښار کې د اسرائیلو په برید کې ووژل شول.

لبناني او ایراني چارواکو یوه ورځ وروسته د حزب الله په اړه څرګندونې وکړې او د خپلو ملګرو وژل کېدل یې تایید کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا