ایراني کارپوهانو د لومړي ځل لپاره د هیرمند له سرچینو څخه لیدنه کړې ده
ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي وايي، د اوبو د تړون له لاسلیک وروسته د لومړي ځل لپاره ایراني کارپوهانو د هیرمند سیند له سرچینو لیدنه وکړه.
په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، ایراني کارپوهانو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د هیرمند له سرچینو لیدنه وکړه.
کاظمي قمي زیاته کړه: زموږ تخنیکي پلاوی دا مهال په کابل کې دی، لیدنه ترسره شوې او ډېر ژر به یې راپور ترلاسه کړو.
هغه څرګنده کړه: دا لومړی ځل دی چې ایراني کارپوهان په «دهراود» سیمه کې د اوبو د اندازه کولو له سټیشن څخه لیدنه کوي.
په افغانستان کې د ایران سفیر زیاته کړه چې د دغه تړون له مخې موږ کولای شو د اوبو د کمښت په اړه د بل لوري ادعا تر پوښتنې لاندې ونیسو.
په دې وروستیو کې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشر سره په کتنه کې له ایران سره د هرمند د سیند د حقې د لانجې په اړه وویل: طا-لبان چمتو دي چې له ایراني چارواکو سره د حقابې په اړه خبرې وکړي.
هغه وويل: «افغانستان له خپل مشروع حق څخه زيات دعوا نه کوي او که (ايران) په دې برخه کې انديښنې لري، موږ کولاى شو د خبرو او تفاهم له لارې د هغوى انديښنې حل کړو».
طا-لبانو څو ځلي ویلي چې د هرمند سیند حق ته غاړه کیږدي.
د دهراود د اوبو د اندازه کولو سټیشن د کجکي د کنډک پورته موقعیت لري، کوم چې د هیرمند سیند ته د ننوتلو اوبو اندازه محاسبه کوي. دا محاسبه ښیي چې دا کال د لوړو اوبو یا کمو اوبو کال و.
د ایران د حکومت او د افغانستان د حکومت تر منځ د هیرمند د اوبو تړون له یوې مقدمه، دولسو مادو او دوو ضمیمو پروتوکولونو څخه جوړ دی، چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شو.