اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ایراني چارواکى: د طالبانو خر له پله تېر شوی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو له خوا د هېواد د ملي سرود د سپکاوي په غبرګون کې د ایران یوه قضايي چارواکي لیکلي چې د قدرت د منطق له مخې طا-لبان حق لري، د ایران او پاکستان د ملي سرود سپکاوى وکړي.

د ایران د قضائیه قوې یو وکیل محمد علي بهمني قاجار د ایران د ملي سرود د درناوي لپاره د طا-لبانو د نه درېدو پړه د ایراني چارواکو په غاړه واچوله.

هغه پرون (وږي ٣٠) پر اېکس لیکلي: «ایران د طا-لبانو د پاکوونکو دې سرکشۍ ته د ځواب ورکولو لپاره کومې وسیلې لري؟ تقریباً هېڅ هم نه، نه په پنجشیر کې مسعود شته، نه په هرات کې اسماعیل خان، نه په هزارستان کې شیعه ګوندونه او نه هم په کابل کې تکثیري حکومت شته، نور بايد د طالبانو له ښو او بدو سره عيار شو.»

ښاغلی بهمنی قاجار په دوام کې وایی چې «هېڅ سفارت او کونسلګری نه دی پاتې چې دوی ته نه وی سپارل شوی، د طا-لبانو خر له پله تېر شوى دى، د طا-لبانو طبیعت همداسې دی، دوی تل همداسې صادقه وو. نقاب يې نه اچاوه. دا یو شمېر ایرانیان وو چې په لوى لاس يې دوى لوى کړل. له طا-لبانو د شکایت کولو  لپاره ځاى نشته.»

د طا-لبانو استازو پرون په تهران کې د اسلامي وحدت د کنفرانس د رسمي مراسمو په ترڅ کې د دغه هېواد د ولسمشر په حضور کې د ایران د ملي سرود د درناوي لپاره ونه درېدل.

دغه موضوع د اسلامي جمهوري دولت د شنونکو او یو شمېر چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوه او نن (شنبه د وږي په ۳۱مه) طا-لبانو د خپلو استازو د چلند له امله بښنه وغوښته او د اسلامي وحدت د غونډې د دویمې ورځې په پیل کې یې دوی د ایران ملي سرود ته د درناوي لپاره له خپل ځاى ودرېدل.

طا-لبان تر دې وړاندې د پاکستان د ملي سرود درناوي لپاره له خپل ځايه نه وو پورته شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا