ایراني شرکت د افغانستان د انرژۍ تولید په پروژو کې پانګونې کوي
دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د «نیروی برق دیبا» شرکت له مسئولینو سره په کتنه کې، له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت مسئولینو ویلي چې لېواله دي په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژۍ تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی او د یاد شرکت له مسئولینو څخه یې غوښتي چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په اړه همغږي وکړي.
ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ تر همغږۍ وروسته به، د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک او په دې سره به د چارو د ترسره کولو لپاره عملي اقدامات ترسره شي.
تر دې وړاندې هم یوشمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.